د ټاپ (TAP) پروژې د رهبري کمېټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور تر مشري لاندې، د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب، د تجارت او صنعت وزارت معین مولوي احمدالله زاهد، یو شمېر نورو رئیسانو او د بهرنیو چارو، د مالیې، د اقتصاد او د امارتي شرکتونو ادارې استازو په شتون کې د وزارت د رهبري مقام د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
د دغې غونډې په پیل کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ټاپ (TAP) پروژې د ترانزیټي او اقتصادي ښېګڼو یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دغه پروژه د درېیو هېوادونو ( ترکمنستان- افغانستان- پاکستان) لپاره له ځانګړي ارزښت څخه برخمنه ده.
د غونډې په دوام کې د دفتر عمومي رئیس قاري محمد عبدالعزیز عزیز د دغې پروژې د تخنیکي کمېټې د غونډو د پرېکړو په تړاو توضیحات ورکړل د پروژې د بېلابېلو اړخونو لکه مخینه، اقتصادي او سیاسي ګټې، د لېږد لاره او اړوندو نورو موضوعاتو د پلي کولو د څرنګوالي په هکله په مفصله توګه خبرې وکړې.
همدارنګه د غونډې په دوام کې د نوموړې پروژې د رهبري او تخنیکي کمېټو د دندو لایحه او د لارې د نقشې مسوده چې د ترکمنستان هېواد څخه رالېږل شوې وه د نهایي کولو په موخه تر څېړنې لاندې ونیول شوه.
د یادولو وړ ده چې د ټاپ پروژه د برېښنا د لېږد له لویو پروژو څخه د ترکمنستان – افغانستان او پاکستان هېوادونو ترمنځ ده.
د دغې پروژې په پلي کولو سره د برېښنا لین د لېږد ترانزیټي ګټې سربېره، افغانستان کولی شي ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا هم له نوموړي لین څخه واخلي.