زابل ولایت کې د عمري د اوبو او برېښنا د تولید بند کاسه له اوبو ډکه شوه

mew-admin
Thu, Feb 27 2025 2:17 PM
1

د وروستیو بارانونو د اورېدو له کبله د لومړي ځل لپاره زابل ولایت کې د عمري د اوبو او برېښنا د تولید بند کاسه له اوبو ډکه او پرچاو سوه.

نوموړی بند د 2.9 میلیون متره مکعب اوبو د زېرمه کولو ، 61 کیلو واټه برېښنا د تولید  او د 560 هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.

دغه بند د اوبو د مدیریت، د سیلابونو ګواښونو د مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې او د کرنې د ودې او پراختیا په برخه کې رغنده رول لري.

User account menu