د پاشدان بند چارې په چټکۍ سره روانې دي

د هرات ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي سردار عزیزي د پاشدان بند د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
پاشدان بند چې د هرات ولایت په کرخ ولسوالي کې موقعیت لري، د اوبو او انرژي وزارت د تر کار لاندې له سترو پروژو څخه ده، اوسمهال د دغه بند په بېلابېلو برخو کې چارې په چټکۍ سره روانې دي.
د دغه بند د چارو په بشپړيدو سره به ۵۴ میلیون متره مکعب اوبه زېرمه، دوه میګاواټه برېښنا تولید او ۱۳ زره هکتاره ځمکه خړوبه شي.