کنړ ولایت کې د ترړې چکډم د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

mew-admin
Thu, Mar 13 2025 10:57 AM
1

د کنړ ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا دوست محمد حنفي د کنړ ولایت په ماڼوګي ولسوالي کې د ترړې چکډم د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

همدارنګه، ښاغلي حنفي په نوموړې پروژه کې د شته ستونزو د هوارولو په موخه د نوموړي ولسوالي له مسؤلینو او قومي مشرانو سره وکتل.

د دغې پروژې چارې د ۳ میلیونه، ۱۵۶ زره او ۵۷ افغانیو په لګښت د کنړ ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

User account menu