د اوبو او انرژي وزارت د مقام اقتصادي سلاکار همکارانو ته ور وپېژندل شو

محترم حاجي عبدالجبار صدیقي د اوبو او انرژي وزارت مقام د اقتصادي سلاکار په توګه د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د دفتر د عمومي رئيس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز له لوري په داسې حال کې چې د وزارت د مقام سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم، د پایداري انرژي عمومي رئيس محترم مولوي عبدالرحمن رحماني او یو شمېر نورو رئيسانو هم حضور درلود، همکارانو ته ور وپېژندل شو.
د غونډې په بهیر کې، د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز او د دغه وزارت د مقام سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم د اوبو او انرژي سکتورونو حیاتي ارزښت ته اشاره وکړه او د وزارت د مقام اقتصادي سلاکار محترم صدیقي ته د مبارکي ویلو ترڅنګ، د ورسپارل شوو چارو په ترسره کولو کې د بریا غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې محترم حاجي عبدالجبار صدیقي د جهاد او د افغانستان د اسلامي امارت په مخکیني حاکمیت کې په نظامي او ملکي برخو کې ارزښتاکه کړنې ترسره کړې او ښې کارنامې لري.
هغه تر دې مخکې د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې او دکتورینو د رئیس په توګه دنده ترسره کوله.