د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

mew-admin
Wed, Mar 19 2025 12:00 PM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیرمحترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د دغه وزارت د یو شمېر رئيسانو په شتون کې  په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره وکتل .

په دغه لیدنه کې، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو مخینې ته په اشارې سره د دواړو لورو ترمنځ دوه اړخیزې همکاري وستایلې او د ټاپ پروژې د عملي چارو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ .

همدغه راز، د ترکمنستان سفیر په دغه لیدنه کې د ټاپ پروژې په چارو کې د لا زیاتو همغږیو ته په اشارې د دغې پروژې د لارې د نقشې د شریکولو غوښتنه وکړه.

په ورته مهال،  د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ترکمنستان هېواد سفیر ته ډاډ ورکړ، چې د دغې پروژې د لارې نقشه د دغه وزارت له لوري وروستۍ شوې او ډېر ژر به له ترکمنستان هېواد سره شریکه شي.

همدارنګه، د دغې لیدنې په پای کې د دغې پروژې د چارو د لا زیاتې چټکتیا په موخه د دواړو لورو د تخنیکي ټیمونو ترمنځ پر لیکه باندې د غونډو په ترسره کولو باندې ټینګار وشو.

User account menu