پکتیا ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو له سرچینو څخه پر معقولې ګټې اخیستنې باندې ټینګار وشو

mew-admin
Thu, Apr 10 2025 12:28 PM

د پکتیا ولایت په اوبو او انرژي ریاست کې د ځمکې لاندې اوبو څخه د عادلانه، اغېزمنې او اقتصادي ګټې اخیستنې ولایتي کمیټې غونډه د پکتیا د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي محمد کریم فاتح، د کرنې، اوبولګولو او مالداري رئيس محترم مولوي سید امین هاشمي، د چاپيریال ساتنې رئيس محترم مولوي عبدالهادي هدایت او د نوموړې کمېټې د استازو په ګډون ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د ځمکې لاندې اوبو له سرچینو څخه پر معقولې ګټې اخیستنې باندې ټینګار وشو او د دغه ولایت کروندګرو ته د کښت د ډول او د کرکیلې د سلنې پریکړه اعلان شوه.

همدارنګه، د نوموړې کمیټې استازو د دغه ولایت له کروندګرو څخه وغوښتل چې د ټاکل شوې سلنې سره سم کرکیله وکړي.

User account menu