د کاپیسا ولایت د اوبو او انرژي رئيس د کابل عمومي حوزوي ریاست له تخنیکي پلاوي سره وکتل

mew-admin
Mon, Apr 14 2025 10:00 AM
1

د کاپیسا ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم انجنیر کاوه خروش د کابل عمومي حوزوي ریاست له تخنیکي پلاوي سره وکتل او د دغه ریاست اړوند د شپږو پروژو د بنسټیزې او تخنیکي سروې او د کارمندانو د وړتیا لوړولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

ټاکل شوې ده، چې د کورې او پهلوان سنګ اوبو رسولو شبکو، د مشواني او سه بدرې او قروتک کلیو سیند څنډو د ټینګښت، د کوهي او عبدالخیل افغانیې درې او احمد بیک تپې کانالونو د بیارغونې بنسټیزې او تخنیکي سروې په تګاب، کوهبند او نجراب ولسوالیو او د کاپيسا په مرکز کې د څلورو ورځو په ترڅ کې ترسره شي.

له بلې خوا، د کاپیسا ولایت د اوبو او انرژي رئيس د کاپیسا ولایت د امنیې قومانداني د رجال برجسته پلاوي سره وکتل او د اړوندو موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

User account menu