اقتصادي کمیسیون په ناسته کې د نورستان په منډول او نورګرام ولسوالیو کې د اوبو بندونو د امکان سنجي مطالعاتو په هکله پرېکړه وشوه.

د افغانستان د اسلامي امارت د اقتصادي کمیسیون په نننۍ غونډه کې چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند تر مشري لاندې دایره شوه، د نورو پرېکړو تر څنګ د مالیې وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د نورستان ولایت په منډول ولسوالي کې پر طبیعي حوض باندې او د همدغه ولایت د نورګرام ولسوالي په کله ګوش سیمه کې د برېښنا د بندونو دامکان سنجي مطالعاتو پروژې د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال په بودیجه کې شاملې کړي.