د کابل پوهنتون ۹ تنه زده کړیالان چې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت دفتر د آمریت لخوا د دغهٔ وزارت د اوبو سرچینو د پروژو لابراتوار او څېړنو ریاست ته د پرکټیکې دورې لپاره ورپېژندل شوي و.

د اوبو سرچینو د پروژو لابراتوار او څېړنو ریاست د نوموړي پوهنتون له زده کړیالانو سره د اوبو د کیفیت د ټسټونو په برخه کې په عملي او نظري بڼه هراړخیزه همکاري وکړه.
د یادولو وړ ده چې دغو زده کړیالانو د نوموړي ریاست انجنیرانو د اخلاص او همکاري څخه خوښي څرګنده کړه.