کونړ ولایت کې د حکیم آباد تحکیماتي پروژې چارې ۶۰ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
Tue, Apr 29 2025 9:18 AM
1

د کونړ ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم په غازي آباد ولسوالي کې د حکیم آباد تحکیماتي پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه، چې چارې یې ۶۰ سلنه پرمخ تللې دي.

نوموړې پروژه د ۱۱۰ متره اوږدوالي په درلودلو سره د یوه کورني ودانیز شرکت له لورې د ۵ میلیونه او ۷۴۱ زره او ۵۲۳ عشاریه ۱۲ افغانیو په لګښت د کونړ ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې ترسره کېږي او چارې به یې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

User account menu