لغمان ولایت کې د اداري او حسابداري انسټیټوټ د پرکتیک دورې زده کړیالانو ته تصدیق‌پاڼې ورکړل شوې

mew-admin
Sat, May 03 2025 12:21 PM
1

د لغمان ولایت د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د اداري او حسابداري انسټیټوټ نهه تنه هغه زده کړیالانو ته چې څه موده مخکې نوموړي ریاست ته د پرکتیک دورې د تېرولو په موخه ورپېژندل شوې وو، تصدیق پاڼې ورکړې.

د لغمان ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو له لوري نوموړو زده کړیالانو ته د مالي او اداري، تدارکاتو او محاسبې په برخه کې عملي زده کړې ورکړل شوې او نن یې د پرکتیک دوره پای ته ورسېده.

User account menu