کنړ ولایت کې د حکیم آباد تحکیماتي پروژې چارې ۸۵ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
Wed, May 07 2025 2:57 PM
1

د کنړ ولایت د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په غازي آباد ولسوالي کې د حکیم آباد تحکیماتي پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړې پروژې چارې د ۵ میلیونه، ۷۴۱ زره او ۵۲۳ افغانیو په لګښت د کنړ ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر چتر لاندې پرمخ وړل کېږي، چې تر اوسه پورې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي.

User account menu