د باغدرې بند د تخنیکي مطالعاتو چارو د پرمختګ د اونیز راپور‌ ورکونې ناسته په انرژي معینیت کې ترسره شوه

mew-admin
Sun, May 11 2025 11:48 AM
معینیت انرژی

دغه ناسته د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب، د دغه معینیت تخنیکي رئيسانو او د ام. جې. اې. ام چینایي شرکت د یو شمېر مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

د ناستې په بهیر کې، د نوموړي شرکت مسؤلینو د کاپیسا ولایت د باغدرې برېښنا بند د جیوفزیک او جیوتخنیک مطالعاتو چارو د پرمختګ د وضعیت او څرنګوالي په هکله اړین معلومات د انرژي معین او د دغه سکتور تخنیکي رئيسانو حضور ته وړاندې کړل.

د انرژي محترم معین د نوموړې پروژې د چارو د پرمختګ د وضعیت راپور تر ارزولو وروسته، د هغې د چارو د چټکتیا په موخه اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې د راپور ورکونې دغه ناستې به په اونیز ډول دوام ومومي.

User account menu