د فراه ولایت د بخش آباد بند چارې ۸۰ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
Wed, May 14 2025 11:19 AM
1

د فراه والي محترم مولوي غوث الدین رهبر او د دغه ولایت د استخباراتو رئيس، امنیې قوماندان، د فراه ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا برهان الدین مینوال او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو په ملتیا د بخش آباد بند د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته د چارو د لا چټکتیا په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د فراه والي او ورسره مل پلاوي د نوموړي بند د چارو له بهیر څخه د څارنې پرمهال د دغه بند د چارو په ټاکلي وخت پای ته رسولو باندې ټینګار وکړ.

په ورته مهال، د بخش آباد بند مسؤلین وایي چې د دغه بند د اوبو د انحرافي تونلونو سخت او پیچلي کارونه پای ته رسېدلې او  چارې به یې په ټاکل شوي وخت سره پای ته ورسيږي.

User account menu