د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئیس د کابل د اوبو او انرژي ریاست له مسؤلینو سره ولیدل

mew-admin
Mon, Jun 23 2025 10:49 AM

د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوي ګل الرحمن عارف ورسره مل پلاوي د کابل د اوبو او انرژي ریاست له مسؤلینو سره ولیدل او د یاد ریاست د کارمندانو دیني، اخلاقي او کاري وضعیت  د ارزولو تر څنګ یې هغوئ ته د دیني چوپړتیاوو، د اسلامي اصولو، اړوندو مسؤلیتونو او د تقوا، صداقت او دیني اخلاقو په رڼا کې اړینې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

د یادولو وړ ده چې د دعوت او ارشاد ریاست مسؤولینو د نوموړي ریاست د دیني چوپړتیاوو د غوره والي په موخه، دوه تنه د امام او مبلغ په توګه هم رسماً ور وپېژندل.

User account menu