د پنج آمو حوزوي عمومي رئیس د یو، اېن، او، پي، اېس مؤسسې له مسؤولینو سره ولیدل

mew-admin
Wed, Jul 09 2025 4:40 PM
1

د پنج آمو حوزوي عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د یو، اېن، او، پي، اېس مؤسسې له مسؤولینو سره ولیدل.

د نوموړې مؤسسې مسؤولینو د کندز مرکز اړوند د نقي کانال د بیارغونې په تړاو د دغه کانال د څارنې او ارزونې په موخه له حاجي حکمت سره د بحث او د اندونو د تبادله وکړه.

ښاغلي حاجي حکمت هغوئ ته د پوره همکاري ډاډ ورکړ او د چارو د غوره ترسراوي په موخه یې اړینې لارښوونې هم وکړې.

User account menu