سمنګان ولایت کې د اوبو اندازه ګیرۍ میټرونو د نصب پروسه پیل شوه

mew-admin
Mon, Aug 04 2025 2:55 PM
1

سمنګان ولایت کې د موټر وینځلو ځایونو، حمامونو او کرنیزو څاګانو کې د اوبو اندازه ګیرۍ میټرونو د نصب پروسه د اوبو او انرژي وزارت د مقام د لار ښوونې پر بنسټ د ولایت د مقام په همغږي سره د سمنګان د اوبو او انرژي ریاست له لوري پیل شوه.

په نوموړو ځایونو کې د اوبو میټرونو نصبول د ځمکې لاندې او سطحي اوبو په مصرف کې د بې‌ځایه مصرف د مخنیوي په موخه ترسره کېږي.

User account menu