د اوبو او انرژي وزارت د رهبري پلاوي ناسته ترسره شوه

mew-admin
Mon, Aug 04 2025 4:18 PM
1

دغه ناسته نن، دوشنبه( د ۱۴۰۴  لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۳ نېټه) د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور تر رهبري لاندې د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب، د وزارت مقام د سلاکارانو، عمومي رئيسانو او د دغه وزارت د یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د دوو مشخصو موضوعاتو لکه د انرژي په پراختیایي پروژو کې د عزیزي انرژي شرکت د پانګونې او  د وزارت د ۱۴۰۴ مالي کال بودجې د مصرف د څرنګوالي او په چارو کې ور څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې د ارزولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د لومړي موضوع په هکله پرېکړه وشوه، چې یوه مشخصه کمېټه دې د انرژي محترم معین په سرپرستي او د وزارت مقام د سلاکارانو، د دفتر عمومي ریاست او د اوبو او انرژي معینیتونو د تخنیکي او حقوقي ریاستونو په ګډون، په هېواد کې له بېلابېلو سرچینو څخه د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره د نوموړې پانګونې چارو د لا ښه تنظیم، انسجام او غوره مدیریت په برخه کې په ګډه کار وکړي او د اقتصادي، حقوقي او تخنیکي پلوه دې د چارو د پرمخ وړلو په موخه اړینې آسانتیاوې چمتو کړي.

همدارنګه، د دوهمې موضوع یعني په روان مالي کال کې د وزارت بودجې د مصرف د څرنګوالي او ورڅخه په چارو کې د غوره ګټې اخیستنې د ارزولو په تړاو پرېکړه وشوه، چې په دې برخه کې ټاکل شوې کمېټه دې د پرمختګ راپور د وزارت د رهبري مقام سره شریک کړي، ترڅو اړین تصمیمونه ونیول شي.

User account menu