لوګر ولایت کې د یحیا خېلو سربند د بیارغونې چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د لوګر ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د دغه ولایت په برکي برک ولسوالي کې د یحیا خېلو سربند د بیارغونې چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤولینو ته یې د چارو د غوره والي او چټکوالي په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
د نوموړې پروژې چارې د یو، اېن، اېف، اې، او مؤسسې له لوري د ۸۸۰۰۰ امریکايي ډالرو په لګښت ترسره کېږي.
د یادولو وړ ده چې د نوموړې پروژې په بشپړېدو سره به زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي او ډېرو ځايي اوسېدونکو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې ده.