د پنج آمو عمومي حوزوي ریاست کارمندانو د خپلو یوې ورځې معاش د کنړ ولایت له زلزله‌ځپلو سره د مرستې په موخه ورکړ

MEW-Media
Mon, Sep 08 2025 10:10 AM
۱

د پنج آموعمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د دغه ریاست له کارمندانو سره د کنړ ولایت له زلزله‌ځپلو سره د مرستې او همکاري په موخه ناسته ترسره او د نوموړې پېښې شهیدانو روح ته دعا او ژوبل شوو کسانو ته د عاجلې او کاملې روغتیا غوښتنه وکړه.

په دغه ناسته کې، ښاغلي حاجي حکمت د نوموړي ریاست کارمندانو ته د کنړ ولایت له زلزله‌ځپلو سره د مرستې او همکاري په موخه اړینې سپارښتنې وکړې.

همدارنګه، د نوموړي ریاست کارمندانو د خپلو یوې ورځې معاش د کنړ ولایت له زلزله‌ځپلو سره د مرستې او همکاري په موخه ورکړ.

User account menu