خوست ولایت کې د ۸ کارېزونو د پاک کاري او بیارغولو چارې د څه باندې ۶۴ زره امریکايي ډالرو په لګښت پیل شوې

د خوست ولایت مرکز او صبریو ولسوالي اړوند د ۸ کارېزونو د پاک کاري او بیارغولو چارې د خوست د اوبو او انرژي رئیس الحاج مولوي عبدالقیوم ثابت، د یونېسکو نړیوالې مؤسسې مسؤولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او ځوانانو په شتون کې پیل شوې.
د نوموړو کارېزونو د پاک کاري او بیارغولو چارې د ۶۴ زره او ۴۲۰ امریکايي ډالرو په لګښت د یونېسکو نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ د خوست د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې ترسره کېږي چې ودانیزې چارې یې د ایکو مؤسسې لخوا پرمخ وړل کېږي.
د یادولو وړ ده چې د نوموړو کارېزونو چارې به د ۳ میاشتو په موده کې بشپړې شي او په بشپړېدو سره به یې د اړوندو سیمو سلګونه جریبه ځمکې خړوبې شي او د ځایي اوسېدونکو په ژوند او اقتصاد کې د پام وړ مثبت بدلونونه رامنځ ته شي.