د دعوت او ارشاد ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال د ښوونیز نصاب د لومړي پړاو آزموینه د هلمند عمومي حوزوي ریاست له کارمندانو څخه واخیستل شوه

دغه آزموینه د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مولوي ګل رحمن عارف او د هلمند عمومي حوزوي رئیس محترم الحاج قاري عبدالهادي هادي په شتون کې واخیستل شوه.
د وزارت د دعوت او ارشاد رئيس د نوموړي عمومي حوزوي ریاست له کارمندانو څخه د آزموینې اخیستلو پر مهال د شرعي احکامو پر زده کړې باندې ټینګار وکړ او ټول کارمندان یې د دعوت او ارشاد ریاست د ښوونیز نصاب زده کولو ته وهڅول.
په دغه آزموینه کې په اسلامي برخه کې بېلابېل او بنسټیز موضوعات لکه جهاد، اسلامي حکومتولي، عدل او انصاف، اخلاص، نیت او اسلامي را کړه ورکړه شامله وه.