اوبو او انرژي وزارت کې د « پروژو د څارنې او ارزونې، د ډیټا مدیریت او شننې» تر سرلیک لاندې د کارمندانو د وړتیا لوړولو په موخه دوه ورځنۍ ښوونیزه برنامه تر سره شوه

MEW-Media
Mon, Oct 13 2025 10:09 AM
1

دغه برنامه د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري عمومي ریاست تر چتر لاندې د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د ۱۴۰۴ هـ.ل کال د تلې میاشتې په ۱۹ او ۲۰ نیټه د وزارت د کنفرانسونو په عمومي تالار کې ترسره شوه. په دغه برنامه کې د عمومي حوزوي ریاستونو او د ولایتونو د اوبو او انرژي له ریاستونو څخه ۴۰ تنه کارمندانو ګډون درلود.

د برنامې په بهیر کې، ګډونوالو د پروژو د څارنې او ارزونې د بنسټیزو مفاهیمو، د معلوماتو د راټولولو او شننې د ډولونو، د ډيټا په مدیریت کې د ډیجیټالي وسایلو، د پروژو په پرمختګ کې د ارزونې د شاخصونو او د اغېزمنو څارنیزو راپورونو د چمتوکولو له څرنګوالي سره پېژندګلوي وموندله.

د یادونې وړده، چې په بېلابېلو برخو کې د وزارت د کارمندانو لپاره د وړتیا لوړونې ښوونیزې برنامې د دغه وزارت د کارکوونکو چارو ریاست په لومړیتوبونو کې دي او په دومداره توګه ترسره کېږي.

User account menu