د غزني ولایت د کامل کانال حقابه لرونکو ته د ځمکې کچې هموارونکي دوه عرادې لیزر ماشینونه د ۴۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت وپيرل شول

MEW-Media
Mon, Oct 27 2025 10:22 AM
۱

د غزني ولایت د مرکز اړوند د کامل کانال حقابه لرونکو ته د ځمکې کچې هموارونکي دوه عرادې لیزر ماشینونه د ۴۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت د یو، این، ایف، اې، او موسسې په مالي لګښت و پيرل شول او د غزني د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو تر څارنې لاندې ووېشل شول.

د یادونې وړ ده، چې د کامل کانال پروژه څه موده وړاندې د ۱۰۶ زره او ۲۴۴ آمریکایي ډالرو په لګښت د یو، این، ایف، اې، او موسسې په مالي لګښت د غزني د اوبو او انرژي ریاست څارنې لاندې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

 

User account menu