د اوبو او انرژي وزارت د خپرنیز ارګان ( اوبۀ او انرژي) مجلې ۳۱ ګڼه د چاپ په ګاڼه سمبال شوه

MEW-Media
Wed, Oct 29 2025 2:27 PM
۱

د اوبو او انرژي وزرات د اطلاعاتو او نشراتو ریاست له لوري د دغه وزارت د خپرنیز ارګان (اوبۀ او انرژي) مجلې ۳۱ ګڼه نوي له چاپه راوتلې ده.

په دغه مجله کې په مرکز او ولایتونو کې د دغه وزارت اړوندو پروژو او د وزارت د رهبري مقام له پانګوالو، کابل کې مېشت د بهرنیو هېوادونو له سفیرانو، اړوندو مسؤلینو، قومي مشرانو سره د لیدو کتو راپورونو ترڅنګ، یو شمېر علمي- تخصصي مقالو ته هم ځای ورکول شوی دی.

د اوبو او انرژي  وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست د (اوبۀ او انرژي) مجلې له ټولو درنو لوستونکو څخه په خورا درنښت غواړي چې د دغې مجلې د مطالبو د لا غوره والي په موخه خپل اندونه او وړاندیزونه له مونږ سره شریک کړي.

User account menu