هرات ولایت کې د څه باندې ۱۲ بېلابېلو ځایونو خاوندانو ته د جذبي څاګانو د کېندلو او میټرونو د نصب لارښوونه وشوه
د هرات د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي سردار عزیزي او ورسره مل تخنیکي ټیم د بېلابېلو ځایونو لکه موټر وینځلو ځایونو، حمامونو، شرکتونو، سپورټي جمنازیونونو او د تیلو ټانکونو څخه لیدنه وکړه او د هغوی خاوندانو ته یې لارښوونه وکړه، چې جذبي څاګانې وکېني او میټرونه نصب کړي.
په ورته مهال، د نوموړو ځایونو خاوندانو ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به جذبي څاګانې وکېنې او میټرونه به نصب کړي
