خوست ولایت کې د پنځو کاریزونو د ترمیم او پاکاري چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

MEW-Media
Sat, Nov 15 2025 2:01 PM
1

د خوست د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو په دغه ولایت کې د صبریو ولسوالي او مرکز اړوند د صحرا، فقیر آباد، خیشکي ډنډې، نیک نام او چینو کاریزونو د ترمیم او پاکاري چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړو پروژو چارې د یونیسکو موسسې په مالي لګښت د خوست د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې د څه باندې ۶۴ زره آمریکايي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي، چې چارې به یې د ۳میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

User account menu