د بلخ او جوزجان د اوبو او انرژي ریاستونو پروژې تر څېړنې او ارزونې لاندې ونیول شوې
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت تر چتر لاندې د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم د بلخ او جوزجان ولایتونو د اوبو او انرژي ریاستونو پروژې تر څېړنې او ارزونې لاندې ونیولې او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې د دغه وزارت د اوبو معینیت تر چتر لاندې د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم څو ورځې وړاندې د شمال عمومي حوزوي ریاست او د دشت قلعې د اوبو او انرژي ریاست پروژې تر څېړنې او ارزونې لاندې ونیولې او دا لړۍ به دوام ومومي.
