پکتیکا ولایت کې د اوبو په برخه کې د شپږو پروژو لومړنۍ او تخنیکي سروې ترسره شوه

MEW-Media
Sun, Nov 23 2025 10:58 AM
۱

د پکتیکا د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د هغه ولایت په شخیل آباد ولسوالي کې د کوښمندي چکډم تخنیکي او د سورغنډي ذخیروي بند لومړنۍ سروې، خوشامند ولسوالي کې د حاجي کامل سربند او کانال تخنیکي سروې، وازیخواه ولسوالي کې د شاه مردان سربند او کانال تخنیکي سروې او په وړممۍ ولسوالي کې د نابرهو او کټوري کاریزونو سروې ترسره کړه.

د نوموړو پروژو په پلي کېدو سره به د څښاک او کرنې اوبو په برخه کې د نوموړو سیمو د اوسېدونکو د اوبو شته ستونزې تر یوه بریده هوارې او د سیلابونو د ویجاړیو مخنیوی وشي.

User account menu