د کابل ولایت– ارغندۍ په ساحه کې جیوفزیکي څېړنې ترسره شوې

mew-admin
Tue, Dec 09 2025 3:01 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د ځمکې‌لاندې اوبو  سرچینو د سروې او اکتشاف ټیم د خپلو تخنیکي پلانونو او عملیاتي موخو له مخې، په ارغندۍ سیمه کې د یادې ساحې د ځمکې لاندنیو پوړونو (لیتولوژي) دقیق تشخیص، د سیندیزو رسوباتو د پراختیا و پنډوالي ټاکلو، او د ساحې د نفوذ مننې د کچې ارزونې لپاره معیاري او هر اړخیزه جیوفزیکي څېړنې ترسره کړې، تر څو د مصنوعي تغذیې د راتلونکو پروګرامونو لپاره لازم معلومات راټول شي.

یادې څېړنې د برېښنايي مقاومت سنجونې (Electrical Resistivity Method) له معیاري میتود څخه په ګټه اخیستنې او د شولومبرګر په طریقه، د ساحې د ځمکني جوړښت (جیومورفولوژیکي) وضعیت او د لاسرسي شرایطو په پام کې نیولو سره، په پنځو پروفایلونو کې ترسره شوې دي.

ترسره شوې څېړنې، پر تخنیکي بنسټ ولاړ یوه اغېزمن علمي فعالیت څرګندوي چې د ارغندۍ په سیمه کې د ځمکې‌لاندې اوبو د پایداره او مؤثر مدیریت لپاره د وزارت د راتلونکو پروګرامونو لپاره زمینه برابروي.

User account menu