هرات ولایت کې د انرژي ولایتي کمیټې یوولسمه غونډه ترسره شوه.

mew-admin
Wed, Dec 17 2025 12:27 PM
1

یاده غونډه د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت استازې د هریرود مرغاب حوزوې عمومي ریاست تخنیکي سلاکار، ولایتي انرژي د تنظیم آمر، او د ولایتي انرژي کمیټې د غړو په حضور د حوزوې ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په غونډه کې د برېښنا د عرضه کوونکو د تشخیص په اړه بحث وشو. د مرکز څخه تللې استازې ټینګار وکړ هغه کسان چې د برېښنا تولید یې پیل کړی، د انرژي د تنظیم آمریت له لارې قانوني جواز باید ترلاسه کړي.

User account menu