بادغیس ولایت کې د انرژي کمېټې دویمه ناسته وشوه.

mew-admin
Wed, Dec 17 2025 2:11 PM
1

یاده ناسته د ولایت مقام د مرستیال الحاج ملا غوث‌الدین افغان، د اوبو او انرژي رئیس مولوي سردار ولي مزمل، د لودیځ زون د انرژي د تنظیم آمر ملا محمد اسماعیل محسن آغا او د انرژي کمېټې د غړو په ګډون د بادغیس ولایت معینیت مقام په تالار کې ترسره شوه.

په ناسته کې د سولري برېښنا سیستم د پلي کېدو لپاره د امارتي ادارو د سروي پر څرنګوالي بحث وشو او اړوندو اداروڅخه د اړینې مرستې غوښتنه وشوه.

User account menu