سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ٪۳۴ پرمخ تللې دي.
د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم غزني ولایت ته د سفر پر مهال، د یاد ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم په ملتیا، د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې له روانو چارو څخه لیدنه او ارزونه وکړه.
په ساحه کې د زاکښي سیسټم نصب، د خاورین بند هستې جوړول، د شل موادو ډکول او په یوې څنډه کې کندن کاري چارې روانې دي.
د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم د غزني ولایت د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو ته د کار د چټکتیا او کیفیت د تأمین په موخه، د نقشې مطابق د کار پر تطبیق ټینګار او اړینې سپارښتنې وکړې
د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو پروژو څخه ده چې تر دې مهاله یې چارې ٪۳۴ پرمخ تللې دي.
