داوبو او انرژي وزیر د ایراني شرکتونو له یوه ګډ پلاوي سره وکتل

mew-admin
Mon, Dec 29 2025 9:07 AM
1

٧/ جدي/١٤٠٤   

داوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور نن د ایراني شرکتونو له یوه ګډ پلاوي سره چې په ترکیب کې یې ښاغلی علي شجاع السادات د خانه سبز شجاع شرکت رئیس او بنسټګر، ښاغلی انجینر عباس تحقیق د فراسان ایران شرکت رئیس او د مهندسي څانګې کارپوه، ښاغلی انجینر مجتبی آب روشن د فراسان ایران شرکت د طراحي څانګې ارشد کارپوه او ښاغلی الحاج محمد یوسف اکبر د برادران اکبر هروی شرکت رئیس او بنسټګر شامل وو، لیدنه او خبرې وکړې. دوی په افغانستان کې د اوبو پر پروژو باندې خبرې او د نظرونو تبادله وکړه، د یاد پلاوي غړو له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د انتقال په پروژه کې د پانګونې لپاره تیاری وښود، محترم وزیر صاحب د پانګونې لپاره د دوی له امادګې څخه خوښي وښوده، زیاته یې کړه چې الحمد لله اوس په افغانستان کې سرتاسري امنیت تأمین او د پانګونې لپاره زمینه برابره ده.

تاسو کولای شئ په هر ولایت کې چې غواړئ په ډاډه زړه سره په پروژو کې پانګونه وکړئ ستاسو سرمایه به سل په سلو کې محفوظه وي او د اوبو او انرژي وزارت له خوا یې دوی ته د هر ډول همکاري ډاډ ورکړ.

نوموړي پلاوي هم له وزیر صاحب څخه مننه وکړه او تیاری یې وښود چې په یاده پروژه کې به پانګونه وکړي محترم منصور صاحب دوی ته وویل چې د وزرات له تخنیکي ټیم سره دې خبري وکړي تر څو د تفاهم نامي د لاس لیک لپاره زمینه برابره شي، چې بیا به له هماغه تفاهم لیک سره سم پر مخ ولاړ شي.

User account menu