لوګر ولایت کې د کهشان سربند پروژې چارې ۹۵ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
Mon, Dec 29 2025 12:21 PM
۱

د لوګر د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت په څرخ ولسوالي کې د کهشان سربند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړې پروژې چارې چې د یو، این، ایف، اې، او موسسې په مالي لګښت د لوګر د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، تر اوسه پورې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.

له بلې خوا، د لوګر د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د دغه ولایت په څرخ ولسوالي کې د ډبرشهید کلي د استنادي دېوال تخنیکي سروې ترسره کړه.

د نوموړې پروژې په پلي کېدو سره به لس‌ګونه جریبه کرنیزه ځمکه د سیلاب له خطر څخه خوندي شي.

User account menu