د پکتیکا ولایت د پلتوني بند د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه
د پکتیکا د اوبو او انرژي رئيس محترم قاري فتح محمد ذاکر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پلتوني بند د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې پلتوني بند د چارو تر بشپړيدو وروسته، د ٢٥ ميليون متره مکعب اوبو د زېرمه کولو او د نږدې يو مېګاواټ برېښنا د توليد وړتيا لري٠ دغه بند به کابو ٢٥٠٠ هکتاره کرنيزه ځمکه خړوبه کړي.
