د لوګر ولایت د اوبو او انرژي رئيس د یونیسکو له مسؤلینو سره د کاریزونو د پاک‌کاري چارو د ارزونې په موخه وکتل

mew-admin
Tue, Dec 30 2025 11:45 AM
۱

د لوګر د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د یونیسکو له مسؤلینو سره په دغه ولایت کې د کاریزونو د پاک‌کاري چارو د بهیر د ارزونې په موخه بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، ښاغلي آخندزاده د یونیسکو د مسؤلینو هڅې وستایلې او هغوی ته یې د همکاري ډاډ ورکړ.

همدغه راز، د یونیسکو او لوګر د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د کاریزونو د پاک‌کاري چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

User account menu