د لغمان د اوبو او انرژي رئيس د هېواد په ختیځ زون کې مېشت د یوناما له استازي سره وکتل
د لغمان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي د هېواد په ختیځ زون کې مېشت د یوناما له استازي ښاغلي شاهولي ایلبندوال سره وکتل او په لغمان ولایت کې د اوبو تأسیساتو د ساتنې، د اوبو د کمښت ستونزو او مدیریت په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په دغه لیدنه کې، ښاغلي راشدي د لغمان ولایت د اوبیز وضعیت په هکله معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې د تېرو کلونو وچکالي او د امکاناتو کمښت د اوبو پر سرچینو باندې ژور اغېز کړی او د اوبیزو تأسیساتو د ساتنې په برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه.
په ورته مهال، د نوموړي سازمان استازي د لغمان د اوبو او انرژي رئيس ته ډاډ ورکړ، چې په لغمان ولایت کې د اوبو د مدیریت او کمښت ستونزې به د یوناما له مشرتابه سره شریکې کړې، ترڅو د نوموړو ستونزو د هوارولو لپاره اغېزمنې لارې چارې ولټول شي.
