د انرژي چوپړتیاوو د تنظیم په عمومي ریاست کې د وړتیا لوړونې ښوونیزه برنامه پیل شوه

mew-admin
Sun, Jan 25 2026 3:29 PM
1

د1404  هـ ل د سلواغې 5

د انرژي چوپړتیاوو د تنظیم عمومي ریاست له لوري د دغه ریاست تر چتر لاندې ریاستونو د مدیرانو او تخنیکي کارمندانو د تخنیکي، حقوقي او سوداګريزو وړتیاوو د لوړونې په موخه ښوونیزه برنامه ترسره شوه.

دغه برنامه چې د یوې میاشتې لپاره به دوام ومومي، د انرژي چوپړتیاوو د تنظیم عمومي رئيس محترم قاري شمس الرحمن جواد او د انرژي سکتور د یو شمېر رئيسانو په شتون کې پيل شوه.

د انرژي چوپړتیاوو د تنظیم عمومي رئيس د دغې برنامې جوړولو موخه د ګډونوالو ترمنځ د تجربو تبادله، د مهارتونو او مسلکي زده‌کړو لوړوالی وباله او هغه یې د چارو د ترسره کولو د غوره‌والي او د انرژي د تنظیم چوپړتیاوو په برخه کې اړین ګام وباله.

د یادونې وړ ده، چې په دغه ښوونیزه برنامه کې د برېښنا مارکیټ اړوند تخنیکي، حقوقي او سوداګري اړینو موضوعاتو، د انرژي د تنظیم اغېزمنو فعالیتونو د میکانیزمونو، شته ننګونو او فرصتونو په هکله به هر اړخیز بحث وشي او ګډونوال به خپلې تجربې له یو بل سره شریکې کړي.

User account menu