لغمان ولایت کې د فرمانخېلو او خروټو چکډمونو جوړولو پروژو چارې د نږدې ۵۴ زره آمریکایي ډالرو په لګښت پيل شوې

mew-admin
Tue, Jan 27 2026 9:55 AM
1

د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالي اړوند د فرمانخېلو او خروټو چکډمونو جوړولو پروژو چارې د ۵۳ زره، ۷۴۹ اعشاریه ۵۶ آمریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې.

نوموړي چکډمونه د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو، د اوبو د غوره مدیریت او د سیلابي اوبو له ګواښ څخه د استوګنیزو کورونو د ساتنې په موخه پلي کېږي، چې پکې یو شمېر کسانو ته د کار زمینه هم چمتو شوي ده.

دغه پروژې د ایف، اې، او موسسې په مالي لګښت د لغمان د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پلي کېږي، چې چارې به یې د پنځو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

User account menu