ننګرهار ولایت کې د ککړک عمومي کانال د تحکیماتي دېوال پروژې چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوې دي
د ننګرهار د اوبو او انرژي ریاست او د آی، او، ام ادارې تخنیکي ټیمونو په دغه ولایت کې د ککړک عمومي کانال د تحکیماتي دېوال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.
د نوموړې پروژې چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوې او پاتې چارې به یې ډېر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دغې پروژې ګټې ته په سپارلو سره به سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې خړوبې او د سیمې د خلکو اقتصاد کې به د پام وړ مثبت بدلون رامنځته شي.
