کنړ ولایت کې د اوبو له کوچنیو سرچینو څخه د برېښنا انرژي د تولید په موخه سروې ترسره کېږي
د کنړ د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا دوست محمد حنفي د ختیځ زون انرژي د تنظیم آمر او ورسره مل تخنیکي ټیم سره وکتل او د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د اوبو له کوچنیو سرچینو څخه د برېښنا انرژي د تولید په موخه د سیمو د په نښه کولو او سروې د ترسره کولو په هکله خبرې اترې وکړې.
همدارنګه، نوموړی ټیم ولسوالیو ته سفر وکړ، ترڅو د کنړ ولایت په ټولو ولسوالیو کې د اوبو له کوچنیو سرچینو څخه د برېښنا انرژي د تولید په موخه سروې ترسره کړي.
