پکتیکا ولایت کې د ۱۰۰ کیلوواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د پکتیکا ولایت په زرغون شهر ولسوالي کې د ۱۰۰ کیلوواټه لمریزې برېښنا پروژه د پکتیکا د اوبو او انرژي ریاست د تخنیکي سلاکار محترم انجنیر عیسی محمد مسلم، د صنعت او سوداګري رئيس محترم ملا ښادي خان او یو شمېر نورو سیمهایزو مسؤلینو او قومي مشرانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د نوموړې پروژې ګټې د سپارلو په مراسمو کې ښاغلي مسلم دغه پروژه د نوموړې ولسوالي د بازار د پرمختګ لپاره اړینه وبلله او زیاته یې کړه، چې مونږ هڅه کوو چې دغه وړتیا لا هم زیاته کړو.
دغه پروژه د پکتیکا د اوبو او انرژي ریاست تر چتر لاندې د دغه ولایت د صنعت او سوداګري ریاست په همکاري د یوه خصوصي شرکت له لوري پلې شوه.
