د شمال سیندیزې حوزې له عمومي رئيس سره د برېښنا انرژي د تولید، وېش، لېږد او تورید شرکتونو د ثبت او راجستر په هکله خبرې اترې وشوې
د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت تخنیکي ټیم چې د هېواد شمالي ولایتونو ته د برېښنا انرژي د تولید، وېش، لېږد او تورید شرکتونو د ثبت او راجستر پروسې د څارنې په موخه سفر کړی، د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنیر رفیعالله مجتبی سره وکتل او د نوموړې موضوع په هکله یې خبرې اترې وکړې.
په دغه لیدنه کې، ښاغلي مجتبی د انرژي معینیت له تخنیکي ټیم سره د همکارۍ ژمنه وکړه.
په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا انرژي چوپړتیاوو د تنظیم عمومي ریاست تخنیکي ټیم د لاندني سرپل(جوزجان) فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي احمدشاه عبیده سره وکتل او د اړوندې موضوع په هکله یې خبرې اترې وکړې.
