د آمو سیند څنډو ټینګښت د دوو بیړنیو پروژو چارې په ښه توګه روانې دي
دغه پروژې د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالي په قلم ګذر او د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي په کهنه آریق سېمو کې روانې دي او چارې یې په ښه توګه پرمخ وړل کېږي.
نوموړې پروژې د کندز د والي محترم ملا محمد خان دعوت او د جوزجان د پخواني والي محترم قاري ګل حیدر شفق او د سیمې د خلکو په مالي لګښت د آمو سیند څنډو د ټینګښت ریاست په تخنیکي همکاري سره پلي کېږي.
د دغو پروژو د چارو په بشپړېدو سره به په نوموړو سېمو کې د آمو سیند د لا ویجاړیو مخنیوی وشي.
