خوست ولایت کې د شمل پیرانو سربند، استنادي دېوال او کانال پروژې چارې ۶۰ سلنه پرمخ تللې دي
د خوست مرستیال والي محترم مولوي محبوب شاه قانت او د خوست شمل – خرم سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د شمل پیرانو سربند، استنادي دېوال او کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو او ښه کیفیت په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
د نوموړې پروژې ودانیزې چارې تر اوسه پورې ۶۰ سلنه پرمخ تللې دي.
