د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست جومات بیا رغول کېږي
۱۱ رمضان ۱۴۴۷ مطابق ۹ حوت ۱۴۰۴ هـ ش
د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست جومات د اتیا متره مربع مساحت په درلودلو سره چې د دغه ریاست په انګر کې موقعیت لري، د دغه ریاست د کارمندانو، د خصوصي شرکتونو او سوداګرو په مالي مرسته بیا رغول کېږي.
د نوموړي ریاست جومات د لمونځ کوونکو د خوندیتوب او د الهي فریضې د ترسره کولو لپاره د غوره ځای د چمتوکولو په موخه له سره جوړیږي.
