د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس د جوزجان له والي سره وکتل
د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي د جوزجان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي سره یې وکتل.
په دغه لیدنه کې، ښاغلي نقي د دغه ریاست د مسؤلیتونو، راتلونکو پلانونو او په قرقين ولسوالي کې د آمو سیند د ویجاړیو د مخنیوي لپاره په 1404 هجري لمریز کال کې د تطبیق شوو پروژو په هکله اړين معلومات شريک کړل.
همدارنګه، د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس د جوزجان ولایت په قرقين ولسوالي کې مېشت د دغه ریاست اړوند سیمهایز آمریت له مسؤلینو سره وکتل او هغوی ته یې د چارو د پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې او د هغوی ستونزو ته د رسیدګي په برخه کې ژمنه وکړه.
