د غزني ولایت د سردې بند له اوبو مخ په ډکېدو دی

mew-admin
Thu, Apr 02 2026 9:58 AM
1

په هېواد کې د وروستیو اروښتونو له کبله د غزني ولایت د سردې بند هم له اوبو مخ په ډکېدو دی، چې کولای شي په دغه ولایت کې د اوبو سرچینو په پیاوړتیا او کرنیزو محصولاتو په زیاتوالي کې اړین رول ولوبوي.

د یادونې وړ ده، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو اورښتونو له کبله د قرغې، شاه او عروس، دهلې، عمري او پاشدان بندونه او ګڼ شمېر چکډمونه له اوبو ډک شوي، چې په هېواد کې د اوبو سرچینو د وضعیت د غوره‌والي ښکارندویي ده.

User account menu